هلمند؛ پامير لوبډلې د ناوې ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په تبيله سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د فوټبال گروپي سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د پامير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د پامير او رهبر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې پامير لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.