هلمند؛ واشیر ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۱۴
هلمند؛ واشیر ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په واشیر ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اریانا او وصال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه وصال لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١١ منډو هدف وټاکه. اریانا لوبډلې ټاکلی هدف د یوې ویکټې په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS