هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نوزاد زرغون جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مرکزي اتلانو او شخزو ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شخزو ساتونکو په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه. مرکزي اتلانو لوبډلې یاد هدف د ۸ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او د دوه ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.
دغه سیالۍ د ځوانانو د هڅونې او پرمختګ په موخه پیل شوي دي چې اته ورځې به دوام وکړي.