هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۱
هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کینجاک زلمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کلي بادام او کینجاک زلمو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کلي بادام لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٤ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٢٤٣ منډو هدف وټاکه. کینجاک زلمو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٢١٤ منډې وکړې او د ٢٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS