هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۱۸
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په تبيلې سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د پوپل ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پوپل ځواک او بولان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالي ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې پوپل ځواک لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS