هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتحاد مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد مرکزي لوبډلې د یوې ویکټې په توپیر خپلې سیالې ناوې ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.
