هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۲۳:۲۷
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ۲٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ د مرکزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د خوشحال اتحاد او مرکزي اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مرکزي اتحاد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٨ منډو هدف وټاکه. خوشحال اتحاد لوبډلې د هدف په تعقیب کې ٧٨ منډې وکړې او لوبه یې د ٨٩ منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS