هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۲۰:۲۲
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ناوې ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ناوې ځوانانو او عنایت بارکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ناوې ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٢٠٦ منډو هدف وټاکه. عنایت بارکزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٧٦ منډې وکړې او د ٢٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS