هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۲:۵۳
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د پنجاه و دو اتحاد او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پنجاه و دو اتحاد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٢ منډو هدف وټاکه. بست ساتونکو لوبډلې ټاکل شوی هدف د شپږو ویکټو په زیان د لوبې په يوولسم اور کې ترلاسه کړ او د څلور ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د کوچني اختر د را رسېدو په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۲
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۱
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په دالي کلي کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۹
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د بلخ ولسوالۍ په وزيرآباد کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS