هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د چاه انجیر او هارون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه هارون لوبډلې وګټله او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه. چاه انجیر لوبډلې د یاد هدف په تعقیب کې ۱۳۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۹ منډو په توپیر هارون لوبډلې ته وبایلله.
دا سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
