هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اتحاد په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په چانجير ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اتحاد په نوم د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ د محمد عمر او پکتياوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيالۍ ۲/۲ مساوي پای ته ورسېده.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ سالم مصروفیت ياد شوی، چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي.