هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۴
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شين کلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ناقل اباد او شين کلي ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ناقل آباد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې ټولو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٠ منډو هدف وټاکه. شين کلي لوبډلې ټاکلی هدف د نهو ویکټو په زيات د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د یوې ویکټې په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۱:۲۵
Background image

د سنوکر دوه افغان ورزشکاران د سنوکر نړۍ والو سیالیو د ۳۲ غوره لوبغاړو پړاو ته ووتل

د سنوکر افغان ورزشکاران محمد رییس هوتک او محمد میر نورزي د سنوکر او بلیارد ۲۰۲۵ نړۍ‌وال جام سیالیو کې هر یوه خپلو عماني سیالانو ته د ۳ – ۰ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د ۳۲ غوره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۲۳
Background image

په پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۴۰
Background image

پکتیا؛ په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم الله ځاځي لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS