هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۳۸
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پوپل او ورونو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د پوپل او ورونو او ګران اکاډمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګران اکاډمي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٦٣ منډو هدف وټاکه. پوپل او ورونو لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زيان د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې یې دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته یو عراده سیونټي موټر سایکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۰
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه، دچنګاښ ١٠مه، ۱۴۰۴

 

BACK TO NEWS