هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۰:۴۴
هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زیارمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د زیارمل او حقیار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حقیار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه. زیارمل لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS