هلمند؛ مسلم ازاد لوبډلې د مارجې ولسوالۍ د ټېپ کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۲۳:۲۹
هلمند؛ مسلم ازاد لوبډلې د مارجې ولسوالۍ د ټېپ کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ په کيمف سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د مسلم ازاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مسلم ازاد او افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مسلم ازاد لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف کېښود، افغان لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۴۲ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو يووالی و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS