هلمند؛ مرګز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۳۰
هلمند؛ مرګز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۱۴۰۳ کال د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ریحان او سازش ښوونځي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ریحان لوبډلې د ۶ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ چې یوه میاشت به دوام وکړي د لیګ په ډول ترسره کېږي، چې اتله لوبډله به د جنوب غرب زون په سیالیو کې ګډون وکړي او دویم او درېیم مقام لوبډلې به الف لیګ ته ارتقأ وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS