هلمند؛ مرکز لښکرګاه کې د ۷۰ ورزشکارانو له لوري د بدن ښکلا ۱۷ م پړاو سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د بدن ښکلا فدراسیون د استازولۍ په همکارۍ د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ۱۷ م پړاو سیالۍ ترسره شوې.
په سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش آمریت، بدن ښکلا فدراسیون استازو، حکومتي مسوولینو، د کلبونو استادانو او ګڼو ننداره چیانو او مینه والو ګډون درلود.
د میسټر لومړی او جینر دویم مقام لوبغاړو ټاکل او د منتخبې لوبډلې جوړول د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
