هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د کونګفو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کونګفو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د کونګفو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ۱۲ تنه د هلمند ولایت د کونګفو ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
یادې سیالۍ د کونګفو ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
