هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۳:۵۰
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سعادت او ګربز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سعادت لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه. ګربز لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۴۲ منډې وکړې او سیالۍ یې د نهو منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS