هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بُست اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بست اتلانو لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ستوري افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
