هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جمنازیوم کې د ۱۷ لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مارجه مرکزي او کارتلګان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مارجه مرکزي لوبډلې د ۳ پر صفر میدان خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.