هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د لس ورزش کارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د جمناستیک فدراسیون د استازولي له لوري او د پیروز موبایل په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز لښګرګاه ښار کې د لس ورزش کارانو ترمنځ د جمناستیک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په سیم دور، حلقهيي او اکروباټ برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې کریم الله لومړی، نقیب الله دویم او راشد خان درېیم مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ د یاد ولایت د جمناستیک ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزش کارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
