هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار په لوی کارېز سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هلمند ستورو او توحید اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه توحید اتلانو لوبډلې وګټله او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه. هلمند ستورو لوبډلې یاد هدف د خپلو نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د یوې ویکټې په توپیر یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
