هلمند؛ مرکزي اتحاد لوبډلې د ناوې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د سولې په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د مرکزي اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د سروري کلب او مرکزي اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سروري کلب لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته ۸۸ منډو هدف کېښود، مرکزي اتحاد لوبډلې ياد هدف په لسم اور کې ترلاسه کړ او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي و او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.