هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون استازولي له لوري د یاد ولایت د مارجې ولسوالۍ په کمپ سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د برهان ښوونیز مرکز او ادریس افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ادریس افغان لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه. د برهان ښوونیز مرکز لوبډلې د یاد هدف په تعقیب کې یوازې ۱۱۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۲۰ منډو په توپیر وبایلله.
د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د ننګرهار، فراه، کندهار، هلمند، کونړ او کابل لوبغاړو سربېره د پاکستان هېواد ځینې لوبغاړي هم لوبېږي.
یادې سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په مناسبت پیل شوي چې لس ورځې به دوام وکړي او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده هونډا موټرسایکل په پام کې نیول شوی دی.
