هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حبیبي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حبیبي لوبډلې د ۱/۲ میدان په توپیر خپلې سیالې مارجې مرکي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د والیبال سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.