هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د تورجان توفان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تورجان توفان لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې نویو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
