هلمند؛ سباوون هاشمي لوبډلې د فوټسال درېيم پړاوو سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۱:۵۷
هلمند؛ سباوون هاشمي لوبډلې د فوټسال درېيم پړاوو سیالیو اتلولي وګټله

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د هلمند د صنعتي پارک شرکت په مالي مرسته د لسو لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې قیس غني، هلمند اف سي، اغانورشاهي، سباوون هاشمي، لېسه سازش، ثنأ، ذوالفقار، نورسخي، ریحان او ودان لوبډلو ګډون کړی وو، چې پایلوبه په ټاکلي وخت کې ۱/۱ مساوي شوه، خو سباوون هاشمي لوبډلې د فېنالټي شوټ په وهلو خپلې سیالې اغانور شاهي لوبډلې ته ۴/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یاده دې وي د سیالیو په پای کې د فوټسال سیالیو مسوولینو له لوري اتلې لوبډلې ته د یوه موټرسایکل ترڅنګ د اتلولۍ کپ ورکړل شو او غوره لوبغاړو ته تحفې، جایزې او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS