هلمند؛ سباوون هاشمي لوبډلې د فوټبال گروپي سيالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۳۲
هلمند؛ سباوون هاشمي لوبډلې د فوټبال گروپي سيالیو اتلولي وګټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ په الفتاح بُستي لېسې کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د سيال په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سباوون هاشمي او غلام رسول فضلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سباوون هاشمي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو غوره گول وهونکی اصف مزاری، غوره لوبغاړی نجيب الله سالار او غوره گول ساتونکی بصير بهير ونومول شول.

دغه سيالۍ، چې يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS