هلمند؛ زرغون کوشتي لوبډلې د فوټبال ناک اوټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۲:۷
هلمند؛ زرغون کوشتي لوبډلې د فوټبال ناک اوټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په درويشان فوټبال حوزه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سيالۍ د زرغون کوشتي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د زرغون کوشتي او سيلاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې زرغون کوشتي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۱/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو غوره گول وهونکی نعمت الله، غوره لوبغاړی نصير دانش او غوره گول ساتونکی بيا شير احمد ونومول شول او په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS