هلمند؛ ذوالفقار اکادمۍ کې د کونګفو نندارې ترسره شوې
په دغو په زړه پورې نندارو کې د هلمند ولايت د ورزش امر مولوي ابو جامي او د امنيتي ارګانونو مسوولينو د کونګفو ورزشکارانو او د ورزش مينه والو ګډون درلود دا نمایشات د کونګفو لوبې د هڅونې او ترويج په موخه ترسره شوې.
په پای کې د مسؤلینو له لوري پر ورزشکارانو ډالۍ وویشل شوې.
