هلمند؛ د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۸:۵۵
هلمند؛ د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې

دغه سیالۍ، چې د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري د روژې میاشتې له لومړیو راپدېخوا پیل شوي ، په داوم یې نن درې لوبې ترسره شوې.

په لومړۍ سیالي کې محبوب لوبډلې سیون سټار لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د دغې سیالي غوره لوبغاړی سیدالرحمن و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په دوو اورونو کې څلور لوبغاړي له میدان څخه بهر کړل.

په دویمه سیالي کې پښتون ستورو لوبډلې خپله سیالې وطن لوبډلې ته په ۹ منډو ماتې ورکړه او سیالي یې وګټله.

د نوموړې سیالي غوره لوبغاړی محیب الله و، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې په ۲۲ بالونو ۳۷ منډې جوړې کړې.

همداراز د نن ورځې په وروستۍ او درېیمه سیالي کې هیواد مل لوبډلې بست ساتونکو لوبډلې ته په آتو ویکټو ماتې ورکړه او بریا یې د ځان کړه.

د یادې وروستۍ سیالي غوره لوبغاړی مسعود احمد و، ده د خپلې لوبډلې لپاره په ۲۳ توپونو ۶۸ چټکې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS