هلمند؛ د موسی کلا ولسوالۍ په مرکز کې د تکواندو سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د مرکز اړوند په سپین غر تکواندو اکاډمۍ کې تیره ورځ د څلور لوبډلو ترمنځ د تکواندو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د سهار، ماسپښین، مازدیګر او ماښام لوبډلو ۵۰ تنو ورشکارانو برخه اخیستې وه.
د سیالیو په پایله کې د مازدیګر لوبډلې لومړی، د ماسپښین لوبډلې دویم، د ماښام او سهار لوبډلې درېیم او څلورم مقامونه وګټل.
په پای کې تکواندوکاران په بیلابېلو ډالیو سره ونازول شول.
