هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۷:۴
هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند، فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې بلوچستان لوبډلې خپلې سیالې خوشحال لوبډلې ته د ۴-۵ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې يادې سیالۍ د فوټبال د پرمختګ، وررزش ته د ځوانانو د هڅونې او تشویق په موخه ترسره کېږي او لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۲
Background image

تېره شپه د کابل والي ملا امین الله عبید له لوري د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې بهرني لوبغاړي او ورزشي مسؤولین مېلمانه شوي و.

ښاغلي عبید ټولو بهرنیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د ورزش ادارې بلنه یې ومنله او افغانستان ته راغلل.

دغه راز د مېلمستیا په پای کې د ښاغلي ملا امین الله عبید له. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS