هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تندر لوبډلې د ۵ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
