هلمند؛ خاشنین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نویو اتلانو لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې هېواد افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
