هلمند؛ حبیبي لوبډلې د ګرمسیر ولسوالۍ د والیبال حذفي جام سیالیو اتلولي وګټله
د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د والیبال حذفي جام سیالۍ، چې څو ورځې وړاندې د بدني روزنې او سپورت امریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د اووه لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د حبيبي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د سیالیو په پایلوبه کې حبیبي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۰-۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.
د سیالیو موخه د ګرمسېر د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځ ته کول وو او په پای کې یې پیاوړیو لوبغاړو او مخکښو لوبډلې ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
