هلمند؛ بهرامچه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بهرامچه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې شاوخوا ۲۵ ورځې يې دوام وکړ د اسفندجان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اسفندجان او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه اسفندجان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې کابل بازانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۲۲۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۸ منډو په توپير وبايلله.
