هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بارک او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اتحاد لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو بارک لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هلمند ولایت د ولسوالیو ورزشي مسؤولانو، ورزش کارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او ورورولي ښودل شوې ده.
