هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شاهین لوبډلې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې ستورو اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
