هلمند؛ اتحاد لوبډلې د گرمسېر ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په امير بلند آغا ورزشي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال گروپي سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سيالې شاهين الف لوبډلې ته د ۲/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.