هلمند، په مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۲:۵۸
هلمند، په مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي لوبغالي کې د ۱۲ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې سباوون لوبډلې خپلې سيالې د بولان لېسې لوبډلې ته د ۴-۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه د راتلونکو ليګ سياليو لپاره چمتوالی ياد شوی دی او دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د یادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۱
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS