هلمند، ناوې ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۶ - ۱۱:۲۹
هلمند، ناوې ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند خلچ ورزشي لوبغالي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د اتحاد او ورورولۍ په نوم د ټېپ بال کریکټ ګروپي سیالۍ د کابل بازانو لوبډلې په بریا پیل شوې.

د دغوسیالیو لومړۍ لوبه د ناوې ستورو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پایله کې د کابل بازانو لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د ناوې ستور لوبډلې د ټولو لوبغاړو دلاسه ورکولو سره یواځې ۱۴۵ منډې ترسره کړې او سیالي د کابل بازانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

هېره دې نه وي دغه سیالۍ به شل ورځې دوام وکړي او موخه یې ټېپ بال کریکټ ته د ځوانانو هڅوول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS