هرات کې ۷۰ تنو استاذانو، لوبڅارانو او زده کوونکو ته د ITF تکواندو په مبارزه او د لوبڅارۍ د قواعدو او مقرراتو په برخه کې سمينار ترسره شو
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ITF تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد فدراسيون د کلني پلان په اساس ۷۰ تنو استاذانو، لوبڅارانو او زده کوونکو ته د ITF تکواندو په مبارزه او د لوبڅارۍ قواعدو او مقرراتو په برخه کې ښوونېز سمينار ترسره شو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
ياد سمينار د هرات ولايت ولايت د ITF تکواندو فدراسیون رئیس صفي الله صفي له لوري د لوبڅارۍ د قواعدو او مقرراتو او د اسپارينګ د مبارزې ډول په برخه کې په عملي او نظري ډول ترسره شو.
د ياد سمينار موخه د لوبڅارانو او ورزشکارانو تخنيکي وړتیا لوړول او د هرات منتخبې لوبډلې راتلونکو سياليو ته يې چمتوالی و.
