هرات کې د ۶۰ ورزش کارانو په ګډون د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۹:۴
هرات کې د ۶۰ ورزش کارانو په ګډون د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورش ریاست اړوند د موی تای فدراسیون له لوري د نویو ځوانانو، ځوانانو او ډېر عمر لرونکو په کټګوري کې د ۶۰ ورزش‌کارانو ترمنځ د موی تای ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې د نویو ځوانانو له ډلې څخه ۱۳ ورزش‌کاران، د ځوانانو له کټګوري څخه ۴ ورزش‌کاران او د ډېر عمر لرونکو لوبغاړو له کټګوري څخه ۶ تنه ورزش‌کاران د هرات د موی تای منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د هرات ولایت د موی تای منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل و چې په پای کې اتلانو ته د سرو زرو مډالونه او دویم مقام ګټونکو ته د سپینو زرو او برنزو مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS