هرات کې د هېواد ورزش ادارې رهبري له لوري د کراټې ملي فدراسیون د نماینده ګۍ اتلان ( ورزشکاران ) وستایل شول
هرات کې د هېواد ورزش ادارې عمومي ریئس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیکي چارو ریئس داد محمد پاینده اختري، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید الله صافي، د ورزش ادارې د هرات ولایت مسوولینو او د کراټې ملي فدرارسیون د نماینده ګۍ مسوولین له لوري د کراټې ملي فدراسیون د نماینده ګۍ اتلان ( ورزشکاران ) وستایل شول.
په دغه مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې رهبري له لوري هرات ولایت د کراټې ملي فدراسیون د نماینده ګۍ اتلان ( ورزشکاران ) وستایل شول، چې په پای کې د ورزش ادارې د رهبري له لوري یادو ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.