هرات کې د لامبووهنې لوبې وشوې
په هرات ولایت کې د لامبووهنې فدراسیون له خوا د یووالي په نوم د لامبووهنې لوبې جوړې شوې وې.
په دغو لوبو کې په څلورو عمرونو کې د څلوېښتو وزشکارانو تر منځ لوبې وشوې، چې د لوبو په پای کې د هرات لوبډلې لپاره ترې دولس تنه غوره شول.
د هرات د اطلاعات او کلتور رییس مولانا نعیم الحق حقاني هم په دغو لوبو کې ګډون کړی و او د لامبووهنې ورزش یې د روغتیا لپاره ګټور یاد کړ.
نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان نوی اسلامي نظام د ورزش کلک ملاتړ کوي او ورزشکاران یې وهڅول، چې خپلې هڅې لا کړندۍ کړي او هېواد ته ویاړونه راوړي.
د هرات د لامبووهنې فدراسیون رییس جمعه ګل طاهري وایي چې له دغو لوبغاړو څخه به د هرات منتخبه لوبډله وټاکل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه لوبډله کې به له هر عمر څخه درې تنه ورزشکارانو لوبډلې ته لاره پیداکړي.
