هرات ښار کې د دولتي ادارو د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۰:۲۱
هرات ښار کې د دولتي ادارو د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د دولتي ادارو د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې معارف ریاست لوبډلې خپلې سیالې زراعت ریاست لوبډلې ته د ۱۴/ ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د دولتي ادارو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۱:۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۱:۲
Background image

له اسیایي سیالیو څخه د رزمي ورزشونو د مډال ګټونکو ورزشکارانو تود هرکلی وشو

د رزمي ورزشونو مډال ګټونکي دوه لوبغاړي، فياض احمد ابراهيمي او احمد قيومي د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې ذږد سپینو زرو او یو د برنزو مډال له ګټلو وروسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۰:۵۹
Background image

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيايي سياليو درېيمه لوبه کې چين ته ماته ورکړه

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ځوانانو ۲۰۲۵ اسيايي سياليو په خپله درېيمه لوبه کې چين ته د ۵ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې خپلې تېرې دوه سيالۍ هم له. . .

BACK TO NEWS