هرات: په غوريان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د هرات ولایت د غوريان ولسوالۍ د مرکز او کليو د ٣٠ تنو ورزشکارانو په ګډون له ١٠ کيلومتره واټن سره د ځغاستې لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې صفي الله تيموري لومړى، مصطفى طايي دويم او وصيل احمد درېيم مقام خپل کړ.
