هرات ولایت کې د ګلف غوراوي سيالۍ ترسره شوې
په هرات ولايت کې تېره ورځ د زمري په ٧نېټه د ګلف غوراوي سيالۍ د دې ولايت په اولنګ ده ازبک ميدان کې ترسره شوې.
د دې سياليو د پيل په مراسمو کې بدني روزنې او ورزش ريئس مولوي ګلاب الدین خپلواک او ورسره ګڼو مېلمنو په شتون کې پيل شوې.
د غه سيالۍ د لسو ورزشکارانو په ګډون د ګلف محلي او بين المللي معيارونو او قوانينو سره سم له وړاندې په تعيين شويو د سنجش حسب واحد ١٨حفرو کې له ١٣٠ څخه تر ٤٨٠ يارد کې ترسره شوې.
د سيالۍ لومړۍ ٩حفرې چې د لوبې د اعلان شوي قانون له مخې په درېيو څلور او درې کسيزو ګروپونو کې ترتيب شوي وو له غرمې وروسته په يوه بجه لومړۍ ٩حفرې پاى ته ورسېدې.
د سيالۍ وروستۍ ٩حفرې د ٢بجې پيل او ٥بجې پاى ته ورسېدې.
د لومړۍ او دوه يمې ٩حفرو لوبغاړو د سيالۍ تر پاى ته ورسيدو وروسته د درېيو ګروپونو سکوارت جمله شو چې په پایله کې فرمان فردوسي په ١٨حفرو کې د ٩٣امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ شکيب حياتي د ٩٤امتياز سره دوه يم او وارث نوري د ٩٨امتياز په اخيستلو سره درېيم مقام خپل کړ
د دې سياليو په پاى کې مقام ګټونکو ورزشکارانو ته تقدیر نامې او مډالونه هم ورکړل شول.
